ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار شاولیکوټ کې د یوه کس مړی موندل شوی

د کندهار شاولیکوټ کې د یوه کس مړی موندل شوی

author avatar
9 Jul 2023 - 17:43
د کندهار شاولیکوټ کې د یوه کس مړی موندل شوی
author avatar
9 Jul 2023 - 17:43

کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ په حسن‌زور کلي کې د یوه سپين‌ږیري کس مړی موندل شوی دی.

چارواکي وایي، ښکاري چې یا کس شاوخوا دوولس ورځې مخکې په دې سیمه کې مړ شوی وي خو د مړینې لامل یې تر اوسه معلوم نه دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر په دې اړه وایي: «خلک وایي، لس – دوولس ورځې کېږي چې دغه سړی مړ شوی او داسې لیونی طبعه سړی و.»

هغه وویل، د دغه سپین‌ږیري له مړي سره یوازې یوه عریضه پیدا شوې چې د کندهار ولایت مقام ته لیکل شوې وه خو کورنۍ یې تر اوسه پیدا شوې نه ده..

دغه عریضه چې د رحیم‌داد په نوم لیکل شوې له ولایت مقامه پکې دغه کس د خپلې اته کسیزي کورنۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سیمي اوسېدونکي وایي، د دغه کس د پښو برخه تر ډېره نشته او داسي ښکاري چې وحشي حیواناتو خوړلی وي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید غلام وایي، تر اوسه د دغه سړي کوم خپلوان نه دي موندل شوي او اوس مهال یې جسد د شاولیکوټ په روغتیايي کلینیک کې پروت دی.

هغه وویل: «داسې معلومېږي لکه ډېرې ورځې چې کېږي مړ شوی وي، نو د مړینې علت یې خدای ته معلوم دی خو د پښو خوا نیمه برخه یې نشته، لکه یو شي چې خوړلی وي.»

Views: 204

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.