ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان په کامدېش کې د اوبو رسونې یوې شبکې چارې پیل شوې

د نورستان په کامدېش کې د اوبو رسونې یوې شبکې چارې پیل شوې

پارون، فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نورستان د کليو پراختيا رياست د پروګرامونو مسوول انجنير کامران مشتاق وایي، د دغه ولايت د کامديش ولسوالۍ په ميردېش کلي کې د يونيسف په مالي لګښت  د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.

هغه وایي، پر یاده پروژه ۳،۱ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د يونيسف ادارې له لوري ورکول کېږي او د نظارت چارې يې د نورستان د کليو پراختيا ریاست پر غاړه لري .

د نوموړي په خبره، د يادې شبکې جوړولو په پايله کې به ۳۲۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه او لسګونه کسانو ته به د يو کال لپاره د کار زمينه برابره شي .

د ميردېش اوسېدونکى روح‌الله له پژواک سره خبرو کې د يادې شبکې پر جوړيدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې تير کال د پاکو اوبو نشتوالي له امله د دوى په کلي کې د کولرا ناروغي ولګېده او خلک يې له جدي ستونزو سره مخ کړل .

هغه وايي، خوشحاله دى چې خپل کلي کې ورته کار روزګار پيدا شو .

دغه راز د بدخشان شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس کلي کې د کرنيزو اوبو شپږ ذخیرې چې د ۱۵۰ جريب ځمکو خړوبولو وړتيا لري، نن د سيمه‌ييزو چارواکو له خوا پرانيستل شوې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو رئیس قاري احسان‎الله سراجي وايي چې یادې د اغاخان پراختیايي ادارې له خوا جوړې شوې دي.

هغه زياتوي، د کرنيزو اوبو دغه زېرمې د سولر پمپ په سيسټم سمبالې دي چې له کوکچې سینده د ٦٠٠ تر ٧٠٠ مترو په لوړوالي اوبه پمپ کوي او ١٥٠ جريب للمي ځمکه په کرنيزه بدلوي.

خو هغه د یادو ذخيرو لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.

Views: 208

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.