هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر خلک او موټرچلوونکي د هرات ښاروالۍ او ترافیکو مدیریت له خوا د ترافیکي څراغونو نصبولو هرکلی کوي او وايي چې دغه کار د ګڼېګوڼې او ترافیکي پېښو کمېدو لامل شوی دی.
هرات ښار کې یوه ټکسي چلوونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې میاشتې راهیسې په هرات ښار کې ترافیکي څراغونه فعال شوي او په دې توګه ښاریانو، په ځانګړې توګه موټرچلوونکو ته اسانتیا رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، له درېیو کلونو راهیسې د څراغونو خرابوالي له امله په ښار کې بېنظمي جوړه شوې وه، خو اوس د ترافیکي څراغونو له بیا فعالېدو سره په دغه ښار کې ګڼهګونه کمه او د ترافیکي پېښو کچه هم ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د ترافیکي څراغونو ترمیم ډېر ښه کار دی، نه ګڼهګونه جوړېږي او نه هم ترافیکي پېښې کېږي؛ ځکه هر څوک په خپل نوبت له سړکه تېرېږي.»
دغه راز، د هرات یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ او ترافیکو مدیریت له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي چې د ښار په ټولو څلورلارو کې باید ترافیکي څراغونه فعال شي.
د هرات یوه اوسېدونکي سیدحجت له پژواک سره په خبرو کې وویل، له موټر چلوونکو غواړي څو دوی هم له دولتي ادارو سره همکار واوسي او ترافیکي قوانین رعایت کړي.
د هغه په وینا، خلک او موټرچلوونکي باید د ترافیکي قوانینو درناوی ورکړي؛ ښاري او ټولنیز اخلاق راعایت کړي څو په ښار کې ګڼهګونه جوړه نه شي.
دغه راز د یاد ولایت د ترافیکو ریاست وایي، د اوس لپاره د هرات ښار په ۶ مهمو څلورلارو کې ترافیکي څراغونه فعال شوي دي.
د هرات ولایت د ترافیکو مدیریت سرپرست غلامنبي فرخي پژواک ته وویل، اړتیا ده څو د یاد ولایت په ۲۵ څلورلارو کې ترافیکي څراغونه ولګول شي خو د اوس لپاره په ۹ څلورلارو کې د څراغونو لګولو کار جریان لري او په شپږو څلورلارو کې د ترافیکي څراغونو لګولو کار بشپړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي، د ترافیکي څراغونو لګول موټرچلوونکو، لارویانو او ترافیک پولیسو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او د ښار پر نظم یې مستقیم اغېز کړی دی.
بلپلو، د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي چې د څراغونو لګولو پر نوې پروژه تر اوسه دوه میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې اوسمهال د ښار په شپږو برخو کې اشارې په عادي ډول فعالې دي او ښاري ګڼهګوڼه ورسره کمه شوې ده.
د ښاروالۍ ریاست ویاند ناصر ارمل د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ پژواک ته وویل، تر اوسه د مستوفیت، معارف، سینما، ګلها، شهرنو او درب ملک څلورلارو کې ترافیکي څراغونه فعال شوي دي.
د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست څرګنده کړه، ټاکل شوې د درب خوش، جاده مهتاب او نمبر یک سیمو کې هم دا څراغونه فعال شي چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره به د هېواد وضعیت او ښاري نظم تر ډېره د ترافیکو ادارې تر کنټرول لاندې راشي او دا اداره له خلکو او موټرچلوونکو هم غوښتنه لري څو د ښاري نظم او ګڼېګوڼې مخنیوي په موخه د ترافیکو عمومي مدیریت او ښاروالۍ له ریاست سره همکار واوسي.
که څه هم د ترافیکي څراغونو فعالېدل د ښاري چارو تنظیم او د ترافیکي پېښو په کمښت کې اغېزناک بلل کېږي، خو د ښاریانو ټینګار پر دې دی چې څراغونه باید په معیاري ډول فعال او ولګول شي څو بیا ژر خراب نه شي.
هرات د هېواد په لوېدیځ کې یو له ګڼېګوڼې ډک ښار دی، پخوا په دغه ښار کې د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ ترڅنګ د ترافیکي څراغونو خرابوالي له امله سختي ترافیکي پېښې کېدې.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن