Language

د کابل په بګرامیو کې سل جریب غصب شوې ځمکه راوګرځول شوه

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د ۱۰۰ جریب غصب شوې ځمکې راګرځولو خبر ورکړی دی.

نن کابل ښاروالۍ په یوه ټويټ کې ویلي، د کابل ښار په بګرامیو ولسوالۍ کې د مهاجرینو په نوم یوه سیمه له غاصبینو راوګرځول شوه.

په ټويت کې راغلي، په دې سیمه کې د غاصبینو له خوا جوړ شوي تاسیسات هم تخریب شوي دي.

د سرچینې په خبره، یاده سیمه به د ښاري ماسټرپلان مطابق پر شنه سیمه بدله او د تخنیکي او تدارکاتي مراحلو له بشپړېدو وروسته به د هغه د سړک جوړولو چارې هم پیل شي.

login or register a new account.