[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): له برازیل سره پولې ته نږدې د پیرو هېواد امنیتي کسانو ۲۳ افغان کډوال د قاچاقبرو له یوې ډلې ژغورلي دي.
د برازیل په ګاونډ کې د پیرو هېواد لویې څارنوالۍ پرون په یوه اعلامیې کې ویلي، یادو کډوالو هڅه کوله چې ایکواډور ته ولاړ شي او قاچاقبرانو ته یې پیسې ورکړې وې چې د دغه هیواد شمالي سرحد ته یې ورسوي.
سرچینې زیاته کړې، چې قاچاقبرانو له دغو افغان کډوالو سره ټګي کړې وه او هغوي یې د پیرو – برازیل ترمنځ په ګډ سرحد کې په یو کور کې بند ساتلي وو؛ خواړه او د څښاک اوبه یې هم نه ورکولې.
په اعلامیه کې راغلي، په ژغورل شوو کسانو کې څلور ماشومان دي چې یو دوه میاشتنی دی. چارواکو په دې هکله چې په ژغورل شوو کې څو نارینه او څو ښځې دي، څه نه دي ویلي.
د پیرو څارنوالۍ په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دغو افغان کډوالو قاچاقبرانو ته څومره پیسې ورکړې دي.
د معلوماتو له مخې، یادو افغان کډوالو ګومان کاوه چې د دې پیسو په بدل کې به قاچاقبران هغوی لومړی یو سیمهییز ښار ته ولېږدوي او له هغه ځایه به پایتخت لیما او ورسته د تومبیس ښار ته یووړل شي چې له ایکواډور سره ګډه پوله لري.
په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې آیا پولیسو قاچاقبران هم نیولي او که نه او دا پکې نه دي ویل شوي چې دا افغانان د کوم هېواد په نیت راوتلي وو؛ په دې تېرو څو کلونو کې سلګونه افغانان برازیل ته په بشردوستانه ویزو تللي او ځینو یې کوښښ کړی چې له دغه ځایه ځان د شمالي امریکا هېوادونو ته ورسوي.
د امریکا غږ راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له اګسټ میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت واک ته ورسېد، سلګونه زره افغانانو چې د پخواني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي هم په کې دي، هېواد پرېیښی، ګاونډیو او نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.
[/restrict]
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن