کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د هند په شمال کې د سخت باران او سېلابونو راوتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د وروستیو ډېرو اورښتونو له امله د یاد هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې ښوونځي رخصت شوي او چارواکو د هیمالیا، هیماچال پرادش او اوتاراکنډ ایالتونو له خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته له کورونو راونه وځي.
په ورته وخت کې، ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، د یکشنبې په ورځ په شمالي ایالتونو هیماچال پرادش، اوتاراکنډ، اوتارا پرادش، جامو او کشمیر او پنجاب کې د تېز باران او سېلابونو راوتو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د هند د هواپېژندنې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د تېرې اونۍ په پای د هیماچال پرادش ډېرو سیمو په یوه ورځ کې د یوې میاشتې په اندازه بارانونه تجربه کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن