Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې ۲۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک ، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د اوبو تصفیې یوې دستګاه په نصبولو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښلو لپاره پاکې اوبه برابرې شوې.

ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنک ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کرنې ریاست په هڅو او د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي همکارۍ د اوبو تصفیي یوه دستګاه د ختیځ  لښکري بازار په سیمه کې نصب شوه.

هغه زیاته کړې چې په دې سره به ۲۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي.

نوموړي زیاته کړه، د اوبو تصفیې پر یاده ذخیره چې د اړتیا وړ شمسي هیندارې، د تصفیې ماشین، د اوبو را ایستلو ماشین او داسې نور توکي لري، ۴۴۵ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

بلخوا د زبیر په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي د اوبو ذخیرې د دي پروژې پر بشپړېدو خوښي وښوده، زیاته یي کړه چې مخکې یې د څښاک لپاره د پاکو اوبو په برابرولو کې یو لړ ستونزې درلودې خو د دې ذخیرې په جوړولو سره به یې د څښاک لپاره د اوبو ستونزې حل شي.

د یادونې ده، د اوبو تصفیې یاد ماشین د اوبو هر ډول میکروبونه له منځه وړي او په روغتیايي لحاظ پاکې او تصفیه شوې اوبه چمتو کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.