ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې د ځمکې پر سر شخړه؛ نهه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي

خیبر پښتونخوا کې د ځمکې پر سر شخړه؛ نهه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي

author avatar
11 Jul 2023 - 17:21
خیبر پښتونخوا کې د ځمکې پر سر شخړه؛ نهه کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي
author avatar
11 Jul 2023 - 17:21

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې نهه کسان وژل شوی او له ۵۰ ډېر نور ټيپان دي.

د پاکستان جيو ټلوېزيون د راپور له مخې، ځايي پوليسو ويلي چې د تېرې جمعې له ورځې راهيسې (د چنګاښ ۱۶مه) په ياده سیمه کې د ځمکې پر سر د قومونو ترمنځ شخړه روانه ده چې لږ تر لږه نهه کسان په کې وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

پولیسو ويلي، ځايي ادارې د قومي مشرانو او ځواکونو په ملاتړ د وضعیت د کنټرول هڅې کوي.

په راپور کې راغلي، د بشري سرچينو د پراختیا او له پولې د بهر پاکستانیانو د چارو وفاقي وزیر ساجد حسین توری هم سيمې ته رسېدلی چې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند وکړي.

سرچينه زياتوي، پوليس هم د سيمې د مشرانو په مرسته د کورمې ايجنسۍ په ځينو سيمو کې اوربند ټينګ کړ، خو تېره ورځ په خار کلي، بالش‌خېلو او تري منګل سيمو کې نښتې شوې چې له امله يې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

سرچينه کاږي، پوليسو د سيمې له مشرانو سره د اوربند د بیا ټينګولو هڅې پيل کړې دي.

خيبر او کورمه ایجنسۍ که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د خیبر پښتونخوا د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې دي، خو له دې مخکې يې خپلواکې ادارې درلودې او تر ډېره يې چارې د قومي جرګو له لارې مخې ته وړل کېدې.

Views: 406

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.