Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د غلا په تور ۱۳  کسان نیول شوي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د غلو د دوو ډلو  ۱۳ کسان یې نیولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دا کسان د مرکز لښکرګاه ښار د دویمې، نهمې او اوومې امنیتي حوزو مربوطاتو کې نیول شوي دي.

نوموړی وایي، یاد ۱۳ غله په لښکرګاه ښار کې له هېوادوالو د وسلو پر زور موټر، موټرسایکل، ټيلېفونونه او نور توکي غلا کول.

ریاض زیاتوي، یاد شمېر غله د هلمند له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې له څلور میله تومانچو، څلور موټرسایکل او  یو شمېر نورو توکو سره  نیول شوي دي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.