Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو په جغتو کې یوه ۱۵ کلن هلک ځان زندۍ کړی

میدان‌ښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): میدان‌وردګو کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ د چنګاښ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پېښه پرون د جغتو ولسوالۍ په ستر زرین کلي کې شوې ده.

سرچینې د هلک د پلار له قوله لیکلي چې دغه هلک ځان په خپله زندۍ کړی او وژلی دی.

د یادونې ده، ځان‌وژنه د اسلام له نظره لویه ګناه ده او هغه کسان چې ستونزې لري، د دې پر ځای چې ځان وژنه وکړي، ستونزو ته دې د حل لار پیدا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.