ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

پکتیا کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

author avatar
11 Jul 2023 - 13:56
پکتیا کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي
author avatar
11 Jul 2023 - 13:56

ګردېز (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي، له دوو ورځو راهیسې د دغه ولايت په درېیو ولسوالیو کې باران او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس نثاراحمد نجات د چنګاښ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونه تر ډېره په جاني‌خېل، زرمت او وزې‌ځدراڼ ولسوالیو کې راغلي دي.

هغه زیاته کړه، په ټوله کې ۲۲ کورونه، یوه دیني مدرسه او یو ښوونځی نړېدلي، ۸ کورونه او ۱۰ دوکانونه زیانمن شوي دي.

دی وايي، له خیریه ادارو يې د مرستې غوښتنه کړې او زیاتوي چې د زیانمن شوو کسانو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر انجنیر عزیزالله بیا وايي، وروستیو سېلابونو په لجه‌منګل، زرمت او وزې‌ځدراڼ ولسوالیو کې ۲۱۵ هکټاره کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د زیانونو د دقیقې اندازې معلومولو لپاره يې سیمو ته د سروې ټيمونه لېږلي او ترڅنګ به یې له زیانمن شوو کسانو سره مرسته هم وشي.

بلخوا، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن خلک هم له حکومت او خیریه موسسو د مرستې غوښتنه کوي.

د لجه‌منګل ولسوالۍ د توشنک سيمې اوسېدونکي نورولي پژواک ته وويل، د دوی په سیمه کې سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي او په وینا يې، حکومت دې مرسته ورسره وکړي.

دی وايي، د دې سيمې خلک ډېر بېوزله دي، حکومت دې د وروستیو سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په پام مرسته ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله د چنګاښ تر ۱۳مې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه او ۲۲۵ نور ټپيان شوي دي.

سرچینې ويلي چې په همدې موده کې ۲۱۶۲ کورونه هم زیانمن شوي دي.

Views: 161

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.