[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره سوېډن کمېټې د قرانکریم یوې نسخې سوځول په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دوی د سويډن له حکومت سره تړاو نه لري او د نړۍوالو ډونرانو په مرسته یې یوازې تېر کال د دوهنیم میلیون افغانانو درملنه کړې او ۱۳۰ زره ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې د قرانکریم یوې نسخې سوځولو غبرګون کې په افغانستان کې د سويډن ټول فعالیتونه وځنډول.
د سويډن کمېټې له خوا د چنګاښ به ۲۰مه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سرپرست حکومته سپیناوی غوښتل شوی چې دوی هم په دغو بندیزونو کې راځي او که نه،
سرچینې زیاته کړې، سويډن کمېټه یو غیردولتي سازمان دی چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې د یووالي غورځنګ په توګه رامنځته شوی او د افغانانو خپلواکۍ د حق ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه د دغه هېواد له حکومت سره هيڅ تړاو نه لري، یو خپلواک او له ټولو خواوو سره خپلو اړیکو کې بې طرفه سازمان دی چې د نړۍوالو ډونرانو له خوا تمویلېږي.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې ویلي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د افغانستان د کلیوالي سیمو له اوسېدونکو سره له نږدې کار کوي، اسلام او د افغانستان کلتور ته درناوی لري.
سرچینې زیاته کړې، دوی په سوېډن کې د قرانکریم یوې نسخي سوځولو پېښه پر سختو ټکو غندي او د خلکو ترمنځ د مذهب په اساس اختلافاتو ته له لمن وهلو سره هم مخالف دي.
دغه سازمان ویلي، یوازې تېر کال یې په نورستان او میدانوردګو ولایتونو کې د ۲،۵ میلیون افغانانو درملنه کړې، ۱۳۳ زره افغان ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې، له ۲۰ زره معلولینو او معیوبینو سره یي مرستې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې اته زره افغان کارکوونکي لري او له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي.
له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو: «وروسته له هغه چې په سویډن هېواد کې د الله جلجلاله د نجات بښونکي کتاب قرانکریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، څو چې د دغه شوم عمل له امله له مسلمانانو عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت درولو امر کوي؛ د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښوونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.»
دغه راز د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې ټولو اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د سويډن هېواد اړوند ټول فعالیتونه وځنډوي.
[/restrict]
Views: 450
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن