ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورمه کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د پکتیا – خیبرپښتونخوا لار تړل شوې ده

کورمه کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د پکتیا – خیبرپښتونخوا لار تړل شوې ده

author avatar
12 Jul 2023 - 15:08
کورمه کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د پکتیا – خیبرپښتونخوا لار تړل شوې ده
ارشیف
author avatar
12 Jul 2023 - 15:08

ګردېز (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا مسوولین وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه کورمه اجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د ډنډپټان ولسوالۍ د «خرلاڅي» لار تړل شوې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاضي ثواب جان اسلام‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل، لار په رسمي ډول نه ده بنده شوې خو په وینا يې، خلکو د جګړې له وېرې تګ راتګ بند کړی دی.

هغه زیاته کړه: «له تېرې ورځې راهیسې د پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د مېشتو منګل او توري قومونو ترمنځ جګړې له امله خلکو د خرلاڅي پر لار تګ راتګ درولی دی.»

هغه وايي: «البته دغه لار په رسمي ډول د دولتونو له لوري نه ده بنده شوې خو خلک د جګړې له وېرې تګ راتګ نه کوي.»

نوموړي زیاته کړه، زیات شمېر ناروغان او سوداګر د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته د لارې خلاصېدو په تمه دي.

بلخوا، په ډنډپټیان ولسوالۍ کې یو شمېر مسافر چې غواړي د خرلاڅي دروازې له لارې خیبر پښتونخوا ته لاړ شي وايي، جګړه دې بنده او خلکو ته دې د تګ راتګ زمینه برابره شي.

د لوګر اوسېدونکی حکیم‌الله چې پاکستان ته د تلو په تمه دی وايي: «له ما سره یو ناروغ دی چې د زړه تکلیف لري او د درملنې لپاره يې پاکستان ته وړم، خو نه پوهېږم چې په کورمه کې پیل شوې جګړه به څه وخت پای ته رسېږي.»

هغه زیاته کړه، د بندر دواړو خواوو ته ډېر کسان د جګړې ختمېدو او لارې خلاصېدو انتظار کوي او هیله ده چې لار ژر خلاصه شي.

د یادونې ده، د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خرلاڅي دروازې له لارې هره ورځ سلګونه موټر خیبر پښتونخوا ته تګ راتګ کوي چې په ډېرو کې سوداګریز مالونه بار وي.

Views: 297

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.