ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۲۸ ولایتونو کې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل شوه

په ۲۸ ولایتونو کې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل شوه

author avatar
13 Jul 2023 - 11:31
په ۲۸ ولایتونو کې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل شوه
ارشیف
author avatar
13 Jul 2023 - 11:31

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړۍ او دویمې ربعې د حقوقو د ورکړې لړۍ پيل کړې ده.

دغه څرګندونې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني نن په یوه ویډیو کې کړې دي.

هغه ویلي: «په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۴۰۲ کال د لومړۍ او دویمې ربعې د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره کوم چې مستحق او د امارت له طرحې سره برابر دي، هغوی ته د امتیازاتو د ورکړې لړۍ پیل شوه او جریان لري.»

نوموړی وایي، په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله دغه لړۍ نه ده پيل شوې خو دغه ستونزې په حل کېدو دي او ډېر ژر به دوی ته هم حقوق ورکړل شي.

حقاني زیاتوي، اسلامي امارت چې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته کومه بودجه ځانکړې کړې، یاد وزارت به یې په شفافه توګه ټولو مستحقینو ته ورسوي.

دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل پژواک ته وویل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د حقوقو د ورکړې دغه پروسه په یو شمېر ولایتونو کې له اختر مخکې او په ځینو کې له اختر وروسته پیل شوې ده.

همدارنګه د تېرې غبرګولي په ۲۴مه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي وو چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۹۰ زره معلولین، ۸۰ زره کونډې او ۳۵۰ زره یتیمان راجستر شوي دي.

Views: 348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.