کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، نن غرمه مهال یو «مشهور غل» له پولیسو سره د متقابلو ډزو پر مهال ووژل شو.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «نن غرمه د کابل ښار لسمې حوزې اړوند سیمه کې د شېرو په نوم یو مشهور غل چې غوښتل یې له یوې خورکۍ څخه لاسي بکس وتښتوي؛ په عاجله توګه د لسمې حوزې زړورو پولیسو له لوري تعقیب او د متقابلو ډزو په پایله کې ووژل شو.»
امنیې قوماندانۍ تېر کال په وږي میاشت کې هم ویلي وو چې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د الوخېلو سيمه کې له پولیسو سره د «غلو» د يوې ډلې نښته کې دوه «غله» وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.
دغه راز امنیه قوماندانۍ تېر کال په تلې میاشتې کې هم ویلي و چې پولیسو د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو مشهور «غل» وژلی دی.
Views: 1425
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن