ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان: له بنګله دېشه د یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلو سره د لوبغاړو مورال لوړ شو

راشد خان: له بنګله دېشه د یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلو سره د لوبغاړو مورال لوړ شو

author avatar
14 Jul 2023 - 02:56
راشد خان: له بنګله دېشه د یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلو سره د لوبغاړو مورال لوړ شو
author avatar
14 Jul 2023 - 02:56

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کرکټ د شل اووریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان وایي چې بنګله دېش ته پخپله خاوره کې ماتې ورکول لویه لاسته راوړنه ده او دې سره د لوبغاړو مورال لوړ شوی دی.

راشد خان دا څرګندونې پرون په بنګله دېش کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د شل اووریزو سیالیو له پیل څخه یوه ورځ مخکې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې بنګله دېش پخپله خاوره کې ډیره ښه لوبه کوي او سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي، خو افغانستان وکولی شول چې له بنګله دېش څخه ددوی په خاوره کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر یو وګټي.

نوموړي وویل، ددې لوبو ګټل به له یوې خوا په شل اووریزو سیالیو کې مثبته اغیزه ولري، بلکې په راتلونکې نړۍوال جام او اسیایي جام کې هم ګټه وکړي.

د راشد خان په وینا، له بنګله دېش سره د یو ورځنیو او شل اووریزو سیالیو ترسره کول د نړۍوال او اسیایي جام لپاره ښه تمرینات ثابت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان لوبډله د کرکټ په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي او په دې وروستیو کې ښه تېز توپ اچوونکي پیدا کړي دي چې ورسره به لوبډله پیاوړې شي.

هغه د نور احمد لکڼوال په اړه وویل چې هغه پیاوړی لوبغاړی دی، خو اوس لا نوی دی او د زده کړو په حال کې دی.

راشد خان وایي چې نور احمد د هند په اي پی اېل سیالیو کې ښه وځلېد او په راتلونکي کې به د افغانستان لپاره ډیرې لاسته راوړنې ولري.

د بنګله دېش پر وړاندې شل اووریزو لوبو لپاره افغان لوبډله کې  رحمن الله ګربز، شهزادمحمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین‌الحق، وفادار مومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.