Language

کارګران: پنجشېر کې د امنیتي پوستو جوړولو قراردادي مو پیسې نه دي راکړې

پاراخ (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲):  پنجشېر کې ځيني کارګران وایي چې دغه ولایت کې یې نهه میاشتې مخکې د امنیتي پوستو جوړولو له یوه قراردادي شرکت سره کار کړی، خو یاد شرکت تر اوسه د دوی بشپړې پیسې نه دي ورکړې.

ځينې دغه کارګران له ځایي حکومته غواړي چې د یاد قراردادي شرکت رییس عبدالمناف اړ کړي څو د دوی پیسې ورکړي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې یاده موضوع تعقیب شوې او قراردادي ورسره ژمنه کړې چې کارګرانو ته به یې پيسې ورکوي.

د دغو کارګرانو له ډلې یوه یې محمد مدیر مدبر چې د پنجشېر د شتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي: «که څه هم نهه میاشتې مخکې مو د ۴۷ پوستو د جوړولو چارې بشپړې کړې، خو لا مو هم خپلې پیسې نه دي ترلاسه کړې او زما په څېر ۵۰۰ کسان دي چې د هغوی پیسې یې هم نه دي ورکړي.»

هغه وایي چې درې نیمې میاشتې یې له دغه شرکت سره چې رییس یې عبدالمناف دی، کار کړی، یوه اندازه پیسې یې ترلاسه کړې خو ۲۱ زره افغانۍ یې لا هم پر دغه شرکت پاتې دي.

د دې ولايت د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى او د يادې پروژې يو بل کارګر نظرمحمد هم وايي چې دغه شرکت یې د کار او مزدورۍ لس زره افغانۍ نه دي ورکړې.

هغه زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې زموږ پیسې له دغه کس واخلي او موږ ته یې راکړي.»

یو موټر چلوونکی خال‌محمد هم چې د دغې پروژې مواد یې لېږدولي، وایي چې یاد شرکت یې ۱۲۰ زره افغانۍ نه دي ورکړې.

 هغه زیاته کړه: «د هغو کارګرانو پیسې چې زما موټر ته یې مواد پورته کړي، هم پر ما پاتې دي، اوس شرکت زما پیسې نه راکوي، د تېلو د ټانک هم پوروړی یم، موږ له حکومته غواړو چې زموږ عرض واورې، زموږ پیسې له عبدالمنافه واخلي.»

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده د جزییاتو له ورکولو پرته تاییدوي چې د یادې پروژې ځینو کارګرانو خپلې یوه اندازه پیسې له دغه شرکته نه دي تر لاسه کړې.

د هغه په وینا، په دې برخه کې د قراردادي شخص له لوري بې‌غوري شوې، موضوع د پنجشېر ولایت د مقام له لوري تعقیب شوې او قراردادي کس د کارګرانو د پیسو ورکولو ژمنه کړې ده.

 د اطلاعاتو اوکلتور رییس په خبره، د کارګرانو د پیسو په ورکړه کې د ځنډ یو لامل د امنیتي پوستو د جوړولو پروژه کې د یاد شرکت زیانمنېدل دي.

 دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې شاوخوا اتیا کارګران د ولایت مقام مخ ته راټول شوي وو او له یاد شرکته یې د خپلو پیسو غوښتنه کړې وه.

پنجشېر کې د پژواک خبري اژانس خبریال هڅه وکړه څو د یاد شرکت له رییس عبدالمناف سره په دې اړه خبرې وکړي خو و نه توانېد چې له هغه سره اړیکه ټینګه کړي.