ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده

author avatar
15 Jul 2023 - 13:37
پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده
author avatar
15 Jul 2023 - 13:37

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاکستاني پوځ مشر په داسې حال کې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د شتون او په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا خبره کوي چې افغان چارواکو په وار وار ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د یادونې ده، وړمه ورځ وسله‎والو کوټې ته نږدې د پاکستان پوځ پر ګارنیزیون برید وکړ او وروسته د دغه پوځ د رسنیز مرکز مسوولینو وویل چې په نښته کې نهه پوځیان او پنځه وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ تېره ورځ (جمعه، د چنګاښ ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د هغو خوندي پټنځایونو او ازاد فعالیت په اړه سخته اندېښنه لري چې «د پاکستاني طالبانو تحریک وسله‌وال یې په افغانستان کې لري.»

د سرچینې معلوماتو له مخې، د دغه پوځ مشر جنرال عاصم منیر په روغتون کې کوټې ته نږدې د یاد برید له ټپي شوو پوځیانو سره لیدلي او ویلي یې دي: «تمه ده چې د دوحې له هوکړې سره سم به د افغانستان سرپرست حکومت ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د هیڅ یوه بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.»

په اعلامیه کې ادعا شوې: «په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده چې باید لرې شي؛ داسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان پوځ به د داسې بریدونو سخت ځواب ورکړي.»

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو تر دې دمه د جنرال عاصم منیر یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې په وار وار ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې یوه ترهګریزه ډله هم نشته.

هغه زیاته کړې وه، هیڅوک داسې سند نه لري څو ثابته کړي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري او د افغانستان سرپرست حکومت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د هغه په وینا، د ټي‌ټي‌پي او د پاکستان حکومت مسئله اوږده سابقه لري او دا موضوع د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې هم مطرح وه.

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.