Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ګردېز کې د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو

ګردېز (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتيا مرکز ګردېز د تېرې‌ کنډو په سيمه کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو جومات جوړ او پرانيستل شو.

د ياد جومات جوړوونکي ملي سوداګر حاجي ميرزا کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل، د سليمان بابا جومات د کابل– ګردېز پر لويه لاره په تېرې کنډو سیمه کې موقعيت لري چې ۳۵۰ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی او د دوو کلونو په موده کې يې چارې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه جومات په نوې او عصري بڼه جوړ شوی او په يو وخت کې د ۳۰۰ لمونځ‌کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

د هغه په خبره، یاد جومات د هغې پروژې يوه برخه ده چې له مخې به يې په دغه تېرې کنډو کې تفريحي پارک، هوټل، روغتيايي مرکز او څو نورې ودانۍ جوړې شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.