ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټرچلوونکي: حکومت دې د کابل – کندهار لویې لارې رغولو چارې چټکې کړي

موټرچلوونکي: حکومت دې د کابل – کندهار لویې لارې رغولو چارې چټکې کړي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل – کندهار لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وایي، د دې لارې ډېرې برخې اړول شوې خو د جوړولو چارې یې ټکنۍ دي چې له امله یې مسافر او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یوه باروړونکي موټر چلوونکي عنایت‌الله پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وویل، د کابل – کندهار لويه لاره چې کومو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې، باید جدي تعقيب شي، کارونه يې دومره ورو دي چې د تېرو درېیو مياشتو او اوس یې هيڅ توپير نه ليدل کېږي.

دی زیاتوي: «هغه پلچکونه چې يادو شرکتونو هر يوه په خپله ساحه کې اړولي، بايد د جوړېدو کارونه یې ګړندي کړي، له مسوولينو هم غواړو چې د يادو شرکتونو کارونه جدي تعقیب کړي؛ ځکه موټر اوس له سړکه اوړي او پر خامه لارو تګ راتګ کوي چې ډېر عوارض ورته کوي.»

د یادې لویې لارې یوه بل موټرچلوونکي عبدالمحمد وویل، غزني او سوېلي ولايتونو ته غځېدلې لاره ډېره په بد وضعيت کې ده؛ د رغونې کارونه یې نهايت ورو روان دي، په دې هيله چې مسوولين توجه ورته وکړي.

دغه چلوونکی له حکومته غوښتنه کوي چې د سړک جوړولو چارو د چټکتیا لپاره کوټلي ګامونه واخلي څو ژر جوړ شي؛ ځکه اوس له کابله کندهار ته لوی موټر په ۴۸ ساعتونو کې رسېږي، خو که دغه سړک جوړ شي، نو په لسو ساعتو کې رسېدلی شي، یوازې دا ستونزه نه، بلکې د موټرو د اوښتو وېره هم شته، ټايرونه یې خرابیږي، ترڅنګ یې موټر نورې ستونزې او عوارض هم پیدا کوي .

بلخوا بیا د غزني ځایې چارواکي وايي، هڅه کوي د دغه سړک چارې چې څومره ژر کېږي، بشپړه شي؛ ځکه چې دغه ترانزېټي لار ده او خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

د غزني ولایت د ټولکټو چارو سرپرست رییس مولوي محب‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني – زابله غځېدلي ۹۶ کیلومتره سړک بیارغونه د درېیو ساختماني شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د ټولکټو چارو وزارت له لوري په قرارداد ورکړل شوی.

نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا یوه ملي پروژه ده او د کارونو د لا ښه سمون په موخه یې د مسلکي انجینرانو له لوري هر وخت لیدنه او څارنه کېږي.

هغه زیاته کړه: «پلچکونو جوړول وخت نیسي؛ هر پلچک له کندن کارۍ بیا تر جوړونې ۴۰ ورځې اخلي، له ساختماني شرکتونو سره قرارداد شوی چې د پروژې کارونه به پر خپل وخت او منظم ډول پای ته رسوي.»

نوموړي دا هم وویل چې د یادې لويې لارې په جوړولو سره به په دې لار د تلونکو مسافرو، په ځانګړي ډول د غزني د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل شي او دغه راز په ياده لویه لار به د ډېرو ترافیکي پېښو مخنیوی هم وشي.

د یادونې ده، د کابل – کندهار لويه لار چې یوه له مهمو ترانزیټي لارو ګڼل کېږي، نه یوازې څو ولایتونه، بلکې کابل له مرکزي ولایتونو او سوېلي له لوېدیځې حوزې سره نښلوي، دغه راز د چمن، اسلام کلا، تورغونډۍ او نورو بندرونو زرګونه سوداګریزې لارۍ هم هره ورځ په همدغه سړک تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل- کندهار لویې لارې اړوند د کابل له ارغندۍ سیمې بیا د میدان‌وردګو ولایت تر دراني بازاره پر ۲۷ کیلومتره سړک پخولو کار پیل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد سړک قیراچونې د پیل په مراسمو کې وویل: «موږ له قراردادي شرکتونو غواړو یاد سړک چې څومره ژر ممکن وي، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره ورغوي.»

هغه زیاته کړه، قراردادي شرکتونه د یاد سړک په هغو برخو کې چې د جوړېدو چارې یې جریان لري، دواړو خواوو ته پر فرعي سړکونو د خلکو تګ راتګ پر مهال اوبه واچوي، څو پر دغه لار تلونکو مسافرو او شاوخوا کورونو ته تکلیف ونه رسېږي.

Views: 2691

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.