کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «افغان ټرانس» پروژې په اړه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) – چې ۷۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي – په افغانستان کې له مزارشریف څخه پیل او د جلالاباد تر تورخم ښارګوټي پورې رسېږي. د دې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې تېر کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دغې ادارې مشر ملا بختالرحمن شرافت سفر د پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه شوی.
سرچېنې لیکلي، په پام کې ده چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي مطالعاتو د پیلېدو اړوند درې اړخیزه ناستې وشي.
د روان کال په غویي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو مخ ته وړو په موخه په تاشکند کې دفتر پرانیستل شو او په پام کې ده چې د همدې پروژې لپاره په کابل او اسلاماباد کې هم دفترونه پرانیستل شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بختالرحمن په مشرۍ یو پلاوی د تېرې غویي میاشتې په ۲۰مه له ازبکستان او پاکستان سره د یادې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو په اړه د خبرو پیل په موخه ازبکستان ته تللی و.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن