ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترینکوټ کې لسګونه هټۍوال په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور نیول شوي

ترینکوټ کې لسګونه هټۍوال په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور نیول شوي

author avatar
17 Jul 2023 - 15:25
ترینکوټ کې لسګونه هټۍوال په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې په تور نیول شوي
author avatar
17 Jul 2023 - 15:25

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې يې لسګونه هټۍوال چې په بهرنیو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله، نیولي دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د افغانۍ د ترویج کمېسیون غړي قاري اغاولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې هټۍوالو ته څو څو ځلې ویل شوي وو چې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړي، خو ځینو لا هم سرغړونه کوله چې ونیول شول.

هغه زیاته کړه: «نن او پرون مو په ترینکوټ ښار کې لسګونه هټۍوال نیولي چې پر بهرنیو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله.»

نوموړي د نیول شوو کسانو دقیق شمېر په ډاګه نه کړ خو یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وویل چې شاوخوا ۵۰ هټۍوال د بهرینو اسعارو کارولو په تور نیول شوي دي.

قریشي زیاته کړه چې نیول شوو کسانو سره له دې چې خبرداری ورکړل شوی و، بیا هم پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوله.

نوموړي وویل چې یاد کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د قریشي په خبره، د افغانۍ ترویج او د بهرنیو اسعارو مخنیوي هڅې به تر هغه دوام ولري څو دا لړۍ په ټول ولایت کې پلې شي.

په اروزګان کې د افغانستان بانک ولایتي مسوول عبدالقوي حقپال وایي، دوی په دغه ولایت کې په کافي اندازه افغانۍ لري او د غوښتنې په صورت کې يې هر چا ته ورکوي.

عام خلک هم په هېواد کې د افغانیو پر ترویج او د بهرنیو اسعارو د چلښت پر بندېدو خوښ دي او له حکومته غواړي چې له سرغړوونکو سره جدي چلند وکړي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی تورجان وايي، لا هم د اروزګان په یو شمېر ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې خلک راکړه ورکړه پر کلدارو کوي.

د یادونې ده، په هېواد کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده شوې او د دې پرېکړې عملي کېدو په موخه په ټولو ولایتونو کې د افغانیو د ترویج کمېټې فعالې شوې دي.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.