کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستانه ۳۵۴۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) ۲۳۶۱ افغان کډوال د هرات اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، د یادو کډوالو له ډلې ۲۹۴ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ته ورپېژندل شوي دي.
دغهراز یاد وزارت نن په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې د چنګاښ له شلمې تر ۲۴مې له پاکستانه د سپین بولدک له لارې ۱۱۷۹ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د یادو کسانو له ډلې ۲۴ یې په اجباري ډول او پاتې نور بیا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم له ایرانه ۲۰۷۶ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن