Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عینک مسو کان د ۲۵ کیلومتره سړک پخولو عملي چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): لوګر کې چارواکي وایي، د عینک مسو کان ته د غځېدلي ۲۵ کیلومتره سړک پخولو عملي چارې د ام‌سي‌سي چینایي شرکت له لوري پيل شوې.

د لوګر د محمداغې ولسوال مولوي میر محمدهاشم حزب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سړک د کابل- لوګر له عمومي لارې د محمداغې ولسوالۍ «مدوخېل» له کلي څخه عینکو کان ته په پاخه او اساسي توګه جوړیږي چې ۲۵ کېلومټره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی به ولري.

حزب‌الله زیاته کړه، د یاد سړک ټول مالي لګښت د عینکو کان د استخراج ام‌سي‌سي چینایي شرکت له خوا ورکول کيږي او د يوه کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د ولسوال په خبره د یاد سړک له جوړېدو سره به نه یوازې عینکو کان ته تګ راتګ اسانه شي، بلکې عینکو کان ته څېرمه لسګونه کلي به هم د کابل- لوګر له عمومي سړک سره ونښلول شي.

هغه وویل: «خوښ یو چې عینکو کان ته د ۲۵ کیلومټره سړک د پخېدو چارې پيل شوې، امیدواري شته د دغه کان د نورو کارونو د پرمختګ خبرونه هم ډېر ژر د لوګر له اوسېدونکو سره شریک کړو.»

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خیال محمد پژواک ته وویل، خوښ دى چې له کلونو وروسته د دغه سړک د پخېدو عملي چارې پيل شوې.

هغه وايي: «د تېرو څو کلونو راهیسې دولت او ام‎سي‌سي چینایي شرکت خلکو ته ژمنې ورکوي چې د دغه کان عملي استخراج چارې به پيل شي او زرګونه وزګارو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، خو تراوسه پورې هیڅ هم ندي شوي هيله لرو چې دا هر څه وشي.»

نوموړي همدارنګه د لوګر ولایت له چارواکو او ام‌سي‌سي شرکت له مسوولینو وغوښتل چې د عینک کان عملي استخراج لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

د عینکو کان ته په داسې حال کې د ۲۵ کېلومتره سړک د پخېدو عملي چارې پيل شوې چې ام‌سي‌سي چینايي شرکت مسوولین وایي، عینکو کان کې د لرغونو اثارو له را ایستلو وروسته به بې له ځنډه د مسو د استخراج چارې پيل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.