ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د یوناما اندېښنې؛ مجاهد: یوناما یا ناسم معلومات نقلوي او یا هم تبلیغاتي جبهه‌ګیري کوي

د افغانستان په اړه د یوناما اندېښنې؛ مجاهد: یوناما یا ناسم معلومات نقلوي او یا هم تبلیغاتي جبهه‌ګیري کوي

author avatar
17 Jul 2023 - 17:55
د افغانستان په اړه د یوناما اندېښنې؛ مجاهد: یوناما یا ناسم معلومات نقلوي او یا هم تبلیغاتي جبهه‌ګیري کوي
author avatar
17 Jul 2023 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وایي، د دغه هېواد اوسني چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي، خو ا.ا دا راپور ناسم بولي وایي، څرګندونې یې د افغانستان له وضعیت سره تطابق نه کوي.

یوناما نن د روان ۲۰۲۳م کال په (می او جون) میاشتو کې افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت په اړه راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې راغلي، یوناما داسي بېلګې ثبت کړي چې په هغه کې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو د  ګرځېدو او کار په تړاو لګېدلو محدودیتونو په اړه عملي اقدامات کړي.

سرچینې د بیلګې په توګه لیکلي چې د تېرې مې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل په هوایي ډګر کې امنیتي کسانو د یوي نړۍوالې انجو دوې افغان ښځېنه کارکوونکې له دې امله ونیولې چې له محرم پرته یې سفر کاوه.

په راپور کې راغلي چې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار محدودیت لا هم دوام لري.

په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ نیټې پورې، یوناما په ټولیز ډول ۳۷۷۴ ملکي تلفات (۱۰۹۵ وژل شوي، ۲۶۷۹ ټپیان) ثبت کړي دي. د دغو ملکي تلفاتو درې پر څلور برخه )۲۸۱۴ ملکي تلفات: ۷۰۱ وژل شوي، ۲۱۱۳ ټپیان( په ګڼ مېشتو سیمو کې د عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د بریدونو له امله رامنځته شوي دي. د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو په پایله کې د ملکي تلفاتو ډیری برخه (۱۷۰۱) د عراق او خراسان ولایت د ځان پیژندل شوي اسلامي دولت له خوا د ورته بریدونو له امله وه.»

په راپور کې د اسلامي امارت له خوا د شرعي حدودو تطبیق یادونه هم شوې. یوناما ادعا کړې چې د پخواني حکومت د پوځ ځینې منسوبین له محاکمې پرته وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ښځو په اړه صادر شوي داسې فرمانونه عملي کوي چې د ښځو د ورځني ژوند ازادي سلبوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «یوناما تل داسې یو څه وایي چې د افغانستان وضعیت سره تطابق نه کوي، داسې معلومېږي چې یوناما یا له هغه چا څخه نقل کوي چې له افغانستان څخه تښتېدلي دي او له باندې څخه دوی ته غلط معلومات ورکوي او دوی یې نقلوي او یا دا ده چې دوی په لوی لاس غلط معلومات خپاره کړي او په یوه ډول د افغانستان پر وړاندې تبلیغاتي جبهه‌ګیري وکړي.»

هغه وویل: «مثلا دلته ملکي تلفات بیخي نشته دي، په مقدسو اماکنو کله حملې شوې دي دا څو میاشتې، خدای مه کړه غیرقانوني قتلونه نظام کله کړي دي، د افغانستان خلک شاهدان دي.»

هغه وایي، له دې معلومېږي چې یوناما یا تبلیغاتي جبهه‌ګیری کوي او یا هم غلط معلومات ترلاسه کوي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.