فراه (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د فراه امنیتي سرچينې وايي، د دغه ولایت خاکسفېد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه اومان ترلاسه او سوځول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مفتي دادمحمد اقدسي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون ماښام له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو له خوا د خاکسفېد ولسوالۍ په خشکاوي کلي کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه اومان کشف او سوځول شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه، یاد مواد په یوه مازدا ډوله موټر کې بار وو چې امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر اساس ونیول.
هغه وايي، موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی خو امنیتي ځواکونه يې د نیولو په هڅه کې دي.
Views: 247
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن