Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې رياست: لوګر کې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلات لس سلنه ډېر شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلاتو کې څه باندې لس سلنه زياتوالى راغلى دى.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس سیدامین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریبه باغونو شاوخوا ۴۷ زره او ۴۰۰ ټنه د زردالو، شفتالو، ګېلاس، مڼې، انګور او الوبالو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ اعشاریه ۴ سلنه زياتوالى ښيي.

هاشمي زیاته کړه، تېر کال له همدې ځمکې څخه ۴۲ زره ۹۱۴ ټنه مېوې ترلاسه شوې وې.

هغه د مېوو حاصلاتو ډېرېدو لاملونه بڼوالو ته مسلکي روزنه، هغوی ته د بڼوالۍ وسایلو وېشل او له طبيعي افتونو د بڼونو ساتنه په ګوته کوي.

د لوګر ولایت بڼوال هم خوښ دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال حاصلات ښه دي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لطیف‌الله پژواک ته وویل، سږ کال يې د تېر کال په پرتله د تازه ميوو حاصلات ډېر دي.

نوموړی زیاتوي: «رښتيا هم سږ کال حاصلات ډېر دي خو ۷ کیلوګرامه زردوالو او الوبالو په بازار کې له ۱۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کیږي چې د باغونو لګښت هم نشي پوره کولای، مونږ ته بايد يو مناسب بازار پیدا شي.»

د محمداغې ولسوالۍ یوه بڼوال جنت‌ګل پژواک ته وویل، د مڼوو دوه جریبه باغ لري او سږ کال یې حاصلات هم د تېر کال په پرتله ډېر دي.

خو دى وايي، د حاصلاتو د پلورلو لپاره  یې مناسب بازار نشته نو سخت ورته اندېښمن دى.

يادو بڼوالو ټينګار وکړ چې حکومت بايد د کروندګرو حاصلاتو ته د مناسب بازار پیدا کولو ترڅنګ په هېواد کې معياري سړې‌خونې هم جوړې کړي.

په لوګر ولایت کې په داسې حال کې د تازه میوو حاصلات څه باندې لس سلنه ډېر شوي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په تېرو دوو کالونو کې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۷ سوه جریبه نوي میوه‌لرونکي باغونه جوړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.