Language

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې کوي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په راتلونکې اګسټ میاشت کې درې یو ورځنۍ پنځوس‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ په اګسټ میاشت کې ترسره کېږي خو تر اوسه یې دقیقه نېټه معلومه شوې نه ده.

هغه زیاته کړه، دغه لوبې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي چې په متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې به وشي.

دغه راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله فېسبوک‌پاڼه د خپلو لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.

پاکستان د دغه مهالوېش له مخې په راتلونکی اګسټ میاشت کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي.

د یادونې ده، افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کې له پاکستانه د کرکټ د شل‌اوریزه لوبو سریز وګاټه.