مزارشریف (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د سمنګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سمنګان درهصوف ولسوالۍ ولسوال شمسالله شمشاد پژواک خبري اژانس ته وویل ، تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په جنګل کلي کې هغه مهال چې یو شمېر ماشومانو د هاوان پر یوې سرګلولې يې خپل ساعت تېراوه او له یوه ځایه یې بل ځای ته لېږدوله، چاودلې ده.
د نوموړي په خبره، په دغه پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
شمشاد وایي، ټپیان د یادې ولسوالۍ ساحوي کلینيک ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP