Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د یوې ښځې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د یوې ښځې وژلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ مطبوعاتو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي، نیول شوي کسان ښځه او خاوند دي چې تېره شپه يې د مزارشریف ښار لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه ښځه تښتولې او وژلې ده.

سرچینې زیاته کړې: «نن د بلخ مرکز مزارشریف ښار لسمې حوزې په مربوطاتو کې یوه ښځه او خاوند د بلې ښځې وژل کېدو په تور نیول شوي دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو کسانو تېره شپه د طاهرې په نوم یوه ۵۵ کلنه ښځه لومړی تښتولې او بیا يې په خپل کور کې وژلې او همالته دفن کړې وه.

سرچینې ويلي، پولیسو د وژل شوې ښځې جسد د مزارشریف ښار ملکي روغتون ته انتقال کړی چې وروسته به يې خپلوانو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.