ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن کمېټې په افغانستان کې خپل ځیني فعالیتونه ودرول

سويډن کمېټې په افغانستان کې خپل ځیني فعالیتونه ودرول

author avatar
19 Jul 2023 - 01:41
سويډن کمېټې په افغانستان کې خپل ځیني فعالیتونه ودرول
author avatar
19 Jul 2023 - 01:41

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه چې په ۱۸ ولایتونو کې اته زره مامورین لري، وایي چې د سرپرست حکومت له پرېکړې سره سم یې خپل ځیني فعالیتونه په لنډمهال ډول درولي دي.

وروسته له هغه چې په سويډن کې یوه قران‌کریم ته سپکاوی وکړ، یوه نسخه یې وسوځوله، د افغانستان سرپرست حکومت د دغه کار په غبرګون کې د چنګاښ په ۲۰مه په افغانستان کې د سويډن پر ټولو فعالیتونو بندیز ولګاوه.

سوېډن کمېټې د چنګاښ په ۲۷مه په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د سرپرست حکومت له خوا له یادې پرېکړې وروسته دوی په افغانستان کې خپل ځیني فعالیتونه په موقت ډول درولي دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د افغانانو د ملاتړ په برخه کې پر خپله کړې ژمنه کلکه ولاړه ده او د فعالیتونو د ژر تر ژره بیا پیلولو لپاره به د لازمو منظوریو ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په سیمه ییزه او ملي کچه له چارواکو سره د ښکېلتیا او خبرو اترو په لټه کې یو څو مخ پر وړاندې لاره ومومو. په ورته وخت کې د دفتر له کارمندانو غوښتنه شوې ده چې له کوره کار وکړي.»

سويډن کمېټې ویلي، تېر کال یې یوازې په میدان وردګو او نورستان ولایتونو کې دوه اعشاریه پنځه میلیونه ناروغانو درملنه کړي دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه راز د دوی په ښوونځیو کې یو لک درې دېرش زره ( ۱۳۳.۰۰۰) ماشومان زده‌کړې ترلاسه کوی، له شلو زرو ډېرو معلولینو سره یې مرستې کړې دي او په ۱۸ ولایتونو کې له اته زره (۸.۰۰۰) ډېر افغانان په کار ګومارلي دي.

په خبرباڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه یوه غیردولتي اداره ده چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د پیوستون غورځنګ په توګه د خلکو له خوا د خلکو لپاره، د افغانانو د خپلواکۍ له حقه د ملاتړ لپاره رامنځته شوې.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د سویډن په دولت پورې اړوند اداره نه ده، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه یوه خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې هیڅ کومې سیاسي ډلې یا هم دولت پورې اړه نه لري او د بېلابېلو تمویلوونکو له خوا مالي مرستې ترلاسه کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له څلوېښتو کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې د کليو له خلکو سره په نږدې همکارۍ او د اسلام مبارک دین او سیمه ییزو دودونو ته په ژور درناوي سره کار کوي.

د افغانستان لپاره د ســویډن کمیټه قران کریم ته د سپکاوي هر ډول عمل پر کلکه غندي، لکه څرنګه چې د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا د بل هر ډول وېش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.

[/restrict]

Views: 466

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.