کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، د افغانستان جوړول او پرمختګ د ښوونې او روزنې په ارتقاء، انکشاف، د استادانو ظرفیت لوړولو او باکیفیته درسي نصاب پورې تړلی دی.
ارګ تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ښوونکو د روزنې له یو شمېر استادانو او استازو سره کتلي دي.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې حنفي وویل، د افغانستان جوړول د ښوونې او روزنې د ارتقاء، انکشاف، د استادانو د ظرفیت لوړولو او باکفیته درسي نصاب په لرلو سره امکان لري چې اسلامي امارت د استادانو د ظرفیت لوړولو او تعلیمي نصاب پیاوړتیا په برخه کې هيڅ راز هڅې نه سپموي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو او نورو اړوندو علمي بنسټونو مسوولینو ته توصیه شوې څو هڅه وکړي چې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ کړي.
هغه ویلي: «د هېواد د ښوونکو د روزنې ریاست لغوه کولو موضوع په مخکني اداره کې مطرح شوې وه او دا مهال په دې اړه هيڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی او په دې اړه هر ډول تبلیغات بېبنسټه دي.»
همدارنګه په دې ناسته کې د ښوونکو په استازیتوب مولوي محمدداوود محمدي وویل: «د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې د مسلکي انکشاف طرحې د تطبیق او د هېواد د ښوونکو روزنې او استادانو برخلیک ته جدي پاملرنه وکړي.»
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت تصمیم او پريکړې ته درناوی لري، خو د هېواد په کچه د ښوونکو د سویې لوړولو غوښتونکي دي.
سرچینې د یادو ښوونکو له قوله لیکلي: «بدبختانه په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې برخې او د ښوونکو د ظرفیت لوړولو برخې ته هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې، بناءً د اسلامي امارت له رهبري غواړو چې د دغو مرکزونو د استادانو او پرسونل معاشونه د نوې طرحې د تطبیق تر نېټې ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، نږدې یوه اونۍ مخکې د ښوونکو د روزنې معینیت تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شول او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن