ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راځي

د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راځي

author avatar
19 Jul 2023 - 01:20
د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راځي
author avatar
19 Jul 2023 - 01:20

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲) په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د افغانستان پر ضد تُندې څرګندونې کړې، ټاکل شوې د پاکستان یو پلاوی د خبرو  لپاره د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.

پاکستاني رسنیو د چنګاښ په ۲۷مه خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی به د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې چې هغه به د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړي.

له دې مخکې د چنګاښ په ۲۴مه په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني له افغان چارواکو سره د دغه سفر په اړه  معلومات شریک کړي وو.

دا په داسې  حال کې ده چې د پاکستان پوځ او د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کوي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو سره پاکستان په وار وار دا خبره کړې ده چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت دا خبره نه مني او ټېنګار کوي چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان په خپله د جنګ قرباني و، له جګړې ډېرې بدې خاطرې لري او هیڅکله نه غواړي چې د کوم بل هېواد پر وړاندې جګړه جوړه شي.

هغه وویل: «نور هېوادونه د پاکستان په شمول، د دوی په کورنیو مسایلو کې چې کومه پېښه کېږي او یا په داخل کې ناامني پېښېږي باید د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي، خپله دې خپلې ستونزې په داخل کې حل کړای شي او پر هغو باید تمرکز وشي؛ اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره د هیچا پر وړاندې استفاده کېدو ته نه پرېږدي او پر دې خبره موږ ټینګ ولاړ یو او د پاکستان په ګډون د هیڅ بل کوم هېواد پر وړاندې تحرکاتو ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه وشي او یا د افغانستان خاوره استعمال شي، اسلامي امارت په دې اړه خپله ټوله انرژۍ مصرفوي.»

بلخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي، داسې کومې نښې نشته چې ګواکې افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس ولري.

[/restrict]

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.