ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلبهار نساجۍ فابریکې دوه استوګنیزې ودانۍ سوځېدلې دي

د ګلبهار نساجۍ فابریکې دوه استوګنیزې ودانۍ سوځېدلې دي

author avatar
19 Jul 2023 - 19:43
د ګلبهار نساجۍ فابریکې دوه استوګنیزې ودانۍ سوځېدلې دي
author avatar
19 Jul 2023 - 19:43

چاریکار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د کاپیسا ځایي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت د ګلبهار نساجي فابریکې اړوند دوه ودانۍ د برېښنا د شارتۍ له امله سوځېدلې دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، دا اورلګېدنه نن (چهارشنبه)  سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې چې له امله یې د ګلبهار شرکت اړوند دوې ودانۍ چې ۱۷ مسکونې واحدونه یې لرل په بشپړ ټوګه له منځه تللي دي.

 هغه زیاتوي چې د ګلبهار نساجي فابریکې دغه دوې ودانۍ په کرایه ورکړل شوې وې.

هغه وویل چې یادې دواړه ودانۍ په بشپړ ډول سوځېدلي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.