کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر لاره چې په افغانستان کې له مزار څخه پیل او د پکتيا تر «خرلاڅې» بندر پورې رسېږي، هوکړه وکړه.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.
د دې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې تېر کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.
د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بختالرحمن شرافت په مشرۍ یو پلاوی د «افغان ټرانس» پروژې په اړه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د لوړ رتبه مسوولینو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر مسیر چې له مزارشریف څخه پیل او د پکتيا ولايت تر خرلاڅې بندر پورې رسېږي هوکړه وشوه.
یادې ادارې د پروژې د مسیر په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو بيبيسي لیکلي، پلان دا دی چې د اورګاډو دغه پټلۍ د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزارشریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلاڅي له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته واوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره وصل شي.
د افغان ټرانس اداره وایي، د تېرې ورځې په ناسته کې د یادې پروژې پرمخ وړلو لپاره یوکلن پلان هم لاسیلک شو.
یاده اداره زیاتوي، د دغه پلان له مخې به یو نړۍوال مشورتي شرکت د یادې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، څو دغه معلومات له هېوادونو او نړۍوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس یې نړۍوال بنسټونه او هېوادونه لېوالتیا پیدا کړي چې د دغه مهمې عایداتي او پراختیایي پروژې په پلي کولو کې پانګونه وکړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دغې پروژې د امکان سنجۍ تخنیکي او تفصيلي مطالعات باید په خورا دقت، ښه کيفيت او مناسب سرعت ترسره شي څو ژرتر ژره يې چارې په عملي ډول پیل شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې د درې واړه هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د لوړرتبه مسوولینو ترڅنګ، په اسلاماباد کې افغان سفیر سردارمحمد شکیب، د ازبکستان سفیر عثمانوف، د پاکستان هېواد د ریل ګاډو وزیر خواجه سعد رفیق او د ماليې وزير اسحاق ډار هم ګډون کړی وو.
Views: 123
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن