Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني ښودلې ده

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني ښودلې ده

author avatar
20 Jul 2023 - 04:59
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني ښودلې ده
author avatar
20 Jul 2023 - 04:59

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس اېلووډ د افغانستان او سرپرست حکومت په اړه له خپلو خبرو پښېمانه شوی او خپله ویډیو یې لرې کړې ده.

نوموړی چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی و، ټیلېګراف ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې لیکلي وو: «هغه جدي پرمختګ یې کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې له طالبانو سره خبرې پیل شي، که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري.»

ټوبیاس اېلووډ د انګلیستان د واکمن محافظه‌کار ګوند غړی دی.

https://twitter.com/PiersUncensored/status/1681751819981139969?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1681751819981139969%7Ctwgr%5Ec0c867c19efeffdd6e1fbf3e497caf1b6de74a59%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.pashtovoa.com%2Fa%2Ftobias-ellwood-has-deleted-his-controversial-video-backing-engagement-with-the-taliban-%2F7187978.html

هغه زیاته کړې وه، دا ګامونه ځکه حیاتي دي چې افغانستان یو ځل بیا بې‌ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌ییزې کډوالۍ ته دننه نه شي.

توبیاس اېلووډ ویلي: «د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشه‌يي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل افغانستان کې مهم بدلونونه یاد کړي.»

هغه زیاته کړې وه، بریتانیا بايد له هر څه مخکې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي، په دې اړه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.

نوموړي د خپل سفر په اړه یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې ویډیو او پورته څرګندونې یې د خلکو تر کلکو نیوکو لاندې راغلې.

توبیاس اېلوود د بریتانیا له «ټاک ټلوېزیون» سره په یوه مرکه کې وویل چې په یو شمېر داسې موضوعګانو نظر ورکوي چې په خبره یې نور استازي یې په اړه نه غږېږي او دا یې ومنله چې په ځینو مناسبتونو کې «د ځینو مسایلو په اړه غلط» ‌وي.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې انتقادونو ته په اشاره اعتراف وکړ چې سم نه و.

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر وویل: «که رښتیا ووایم د یو غړي په توګه تېرې څو ورځې ډېرې مصیبتناکې وې، زه غلط وم او نپوهېږم تاسو له ما څو ځلې غواړئ ‌چې دا خبره وکړم، خو زه دا حقیقت منم چې افغانستان یو ډېر بد ځای دی.»

د ټاک ټلوېزیون خبریال پیرس مورګن ترې پوښتي چې چمتو دی په دې اړه خپله ویډیو ډیلېټ او لري کړي. هغه وايي: «زه به په خوشحالۍ سره دا کار وکړم.»

هغه له یادې مرکې وروسته له ټولنیزو شبکو خپله ویډیو پاکه کړه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.