کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو همغږۍ او پراختیا موسسې ترمنځ د څه باندې ۳۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه وزارت د ۳۵۹ میلیونه او ۹۸۲ زره افغانیو په ارزښت د افغان ښځو د همغږۍ او پراختیا له موسسې «AWCPO» سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
سرچینه وایي، د هوکړهلیک پر اساس به د کابل ښار په پنځمه او ۲۱مه ناحیو کې له ۷۵۱۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشي.
د سرچینې په خبره، دغه هوکړهلیک د کډوالو چارو وزارت د مسلکي معینیت سرپرست او حقوقي سلاکار محمودالحق احدي او د افغان ښځو د همغږۍ او پراختیا موسسې مرستیال له لوري لاسلیک شوی دی.
احدي د ياد هوکړهليک د لاسليک پر مهال د وزارت او يادې موسسې ترمنځ پر لازمې همغږۍ، پر وخت د راپور ورکولو، سروې او د مرستو د وېش پر روڼتيا ټينګار وکړ.
د یادونې ده، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د ټولګټو پروژو پلې کولو او له اړو کسانو سره د مرستې په موخه د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې سره د څه باندې ۷۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP