Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیایي جام سیالیو مهالوېش اعلان شو؛ افغانستان لومړۍ لوبه لاهور کې بنګله دېش سره کوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د کرکټ د اسیا جام سیالیو مهالوېش په ډاګه شو، چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په لومړۍ نیټه په لاهور کې د بنګله دېش پر وړاندې کوي.

د کرکټ اسیایي شورا لخوا د چنګاښ په ۲۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ځل اسیایي جام سیالۍ په پاکستان او سریلانکا کې ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې دا سیالۍ د راتلونکې میاشت اګست په ۳۰مه پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام کوي.

په اسیایي جام سیالیو کې د شپږو هېوادونو لوبډله برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نیبال او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، د او سریلانکا لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه دسپټمبر په درېیمه نېټه، د پاکستان په لاهور ښار کې د بنګله دېش پر وړاندې د سپټمبر په پنځه نیټه په لاهور کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه کوي.

د کرکټ اسیایي شورا ویلي چې له هر ګروپ څخه به دوه دوه لوبډلې دویم پړاو ته ځي او هلته به بیا پخپلو کې یوه یوه لوبه کوي او دوه لوبډلې به پای لوبې ته لاره پیدا کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.