Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هېوادوالو ته د خدمت پالیسي لري، نه د ظلم او زور زیاتي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وایي، د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې پر هېوادوالو ظلم او له هغوی سره زیاتی وکړي، بلکې د ملت د خدمت او ستونزو د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

ارګ تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم حضور درلود، د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر وویل: «د اسلامي امارت پالیسي پر هېوادوالو ظلم او له هغوی سره زور زیاتی نه، بلکې اسلامي امارت د دوی د خدمت او د ملت د ستونزو د حل په موخه راغلی دی.»

نوموړی وایي، اسلامي امارت له ګاونډیو او نړۍوالو سره نیکې اړیکې غواړي، خو له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو نه شي تېرېدلی.

هغه وویل: «اسلامي امارت د افغانستان ټول قومونه او قشرونه په شل کلن جهاد کې شریک بولي، اسلامي امارت له دوی راټوکېدلی او دا نظام  زموږ او ستاسې په ګډو قربانیو راغلی او اوس به یې په ګډه ستونزې حلوو.»

نوموړي یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ولسونو د غوښتنو او ستونزو په اړه به اړوندو ادارو ته لازم هدایات وکړي.

سرچینې دغه راز په دې ناسته کې د قومي مشرانو او مخورو له قوله لیکلي: «په افغانستان کې نور د امارت پر ضد د جګړې لپاره دلیل نشته او په همدې موخه به افغانان هیچا ته د جګړې کولو اجازه ورنه کړي.»

یادو مشرانو ویلي، د اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه د ولس دنده ده او د دې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي او د سرپرست حکومت له خوا یې ولس ته پر شفقت او خدمت کولو ټینګار وکړ.

دغو مشرانو له سرپرست حکومته په خوست او بغلان ولایتونو کې د ماسټر پلان مطابق د ښاري پراختیا، د سړکونو، بندونو جوړولو او په ښوونیزو مرکزونو کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

دغه راز په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي: «لکه څرنګه چې اسلامي امارت متوازن بهرنی سیاست غوره کړی، همداسې یې متوازن اقتصادي او پراختیایي انکشاف هم رامنځته کړی دى.»

متقي زیاته کړې، افغان ولس نور د کړېدلو او ځورېدلو توان نه لري او د ستونزو د حل بهترینه لار خبرې اترې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.