ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۷،۶ میلیون یورو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۷،۶ میلیون یورو مرسته وکړه

author avatar
20 Jul 2023 - 18:16
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۷،۶ میلیون یورو مرسته وکړه
author avatar
20 Jul 2023 - 18:16

کابل (پژواک، ۲۹چنګاښ ۱۴۰۲): افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې له لوږې سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره ۷،۶ میلیون یورو مرسته وکړه.

د اروپايي ټولنې استازولۍ نن (پنج‌شنبه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې دغه پروژه د «افغان‌اید» په نوم یو بنسټ له لوري د افغانستان په بدخشان، دایکنډي، غور، جوزجان، سمنګان او تخار ولایتونو کې پلې کیږي.

سرچینې لیکلي چې په افغانستان کې ۱۷،۲ میلیون وګړي له سختې لوږې رنځېږي او دغه هېواد له اقلیمي بدلونونو یو له زیانمنونکو هېوادونو دی.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ سرپرست رافائیلا ادیس ویلي، اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو، په ځانکړي ډول په سیمه‌ییزو ټولنو کې له تر ټولو زیانمنونکو او هغو کورنیو سره مرستې ته ژمنه ده چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، د ۲۰۲۳ میلادي کال تر اکتوبر میاشتې د افغانستان څه باندې پنځلس میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ کیږي چې له دې ډلې ۲،۸ میلیونه به یې له بېړني وضعیت سره مخ شي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.