کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، د مارچ میاشتې له پیله تر اوسه په هېواد کې ۶۶۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۶۷ مړه شوي دي.
د روان کال د چنګاښ په ۲۲مه نېټه د پژواک د یوه راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي وو چې په تېرو ۷ میاشتو کې په افغانستان کې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۹۴ ته رسېدلی او د دې ناروغۍ له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۹ وو.
د عامې روغتیا وزارت د زونوسیس ناروغیو مسوول ډاکټر فخرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوو ثبت شوو پېښو سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۶۸ ته او د مړو شوو کسانو شمېر ۶۷ ته رسېدلی دی.
د سرچینې په خبره، ډېرې مثبتې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، هلمند، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوي، خو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې لیدل شوي دي.
سرچینې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې بللی او زیاته کړې یې ده چې پر دې ناروغۍ ډېری اخته کسان قصابان، مالداران، ښځې او روغتیايي پرسونل دي.
نوموړی د یادې ناروغۍ د ډېرېدو لامل بې احتیاطي او د روغتیا وزارت د سپارښتنو نه مراعتول بولي.
هغه وویل: «خلک د روغتیا وزارت سپارښتنې جدي نه نیسي او زموږ د خلکو د پوهاوي کچه هم ډېره ټيته ده…. نو له همدې امله مثبتې پېښې د ډېرېدو په حال کې دي.»
ډاکټر فخرالدین خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته سپارښتنه کوي چې د غوښې د ټوټې کولو او پخولو پر مهال باید له ماسک او دستکش څخه استفاده وکړي او له هغه وروسته دې حتماً خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.
هغه سپارښتنه وکړه: «که چیرې زموږ هېوادوالو د کانګو یا وینه بهوونکې تبې نښې نښانې لري، ژر دې ځان روغتیایي مرکز ته ځان ورسوي څو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.»
کانګو تبه د حیوان او انسان ترمنځ ګډه ناروغي ده چې ویروس یې له حیوان څخه د کنې په چیچلو سره او یا هم د نیمخامې غوښې او په دې ناروغۍ د اخته څارویو له وینې سره د تماس لهلارې روغ انسان ته خپرېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن