ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پرون څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شول

پرون څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شول

author avatar
20 Jul 2023 - 15:25
پرون څه باندې دوه زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شول
author avatar
20 Jul 2023 - 15:25

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۳۵۱ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د چنګاښ ۲۹مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي دي چې پرون (د چنګاښ ۲۸مه) له ایرانه دو زره ۲۹۴ افغان کډوال د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي دي چې د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۳۵۱ کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) ته ورپېژندل شوي دي څو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړي.

د یادونې ده، د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه هم ۲۴۱۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.