Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ الف لوبډله د ايمرجېنګ اسیا کرکټ جام کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲) د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ الف لوبډله د ایمرجېنګ اسیا جام  یو ورځنۍ سیالیو کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د سریلانکا په کوربه‎توب د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۳مې پورې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د ایمرجېنک اسیا جام سیالیو کې له دوو بریاوو او یوې ماتې وروسته له مخکې تګ څخه پاتې شوه چې په پایله کې تېره ورځ بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو په الف ګروپ کې افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او عمان شامل وو او په ب ګروپ کې پاکستان، هندوستان، نیپال او متحده امارات سره يوځای دي.

افغانستان د ایمرجېنګ اسیا جام کې درې سیالۍ ترسره کړې چې سریلانکا او عمان الف لوبډلو ته یې ماتې ورکړه خو بنګله‌دېش ته یې لوبه وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.