ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم  او دراني د افغان محصلینو د ویزو او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې کړې دي

ندیم  او دراني د افغان محصلینو د ویزو او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې کړې دي

author avatar
21 Jul 2023 - 01:16
ندیم  او دراني د افغان محصلینو د ویزو او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې کړې دي
author avatar
21 Jul 2023 - 01:16

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره د افغان محصلینو د ویزو د ستونزو، د افغان ځوانانو لپاره د درې زره بورسونو د ورکړې او د دواړو هېوادونو د استادانو د ظرفیت لوړونې د متبادلې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست مولوي ندامحمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست اصف دراني ته د نوې دندې مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل هيله‌من دی چې د هغه په ګومارل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ تحصیلي او اکاډمیکې اړیکې پراختیا ومومي.

مولوي ندامحمد نديم د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکو ته په اشاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي د پاکستان له ځانګړي استازي سره په یاد هېواد کې د افغان محصلانو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، د افغان ځوانانو لپاره د ۳ زره بورسونو پر ورکړې، د دواړو هېوادونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پر متبادلې همکارۍ او په ټوله کې د تحصیلي ډګر پر پراختیا او همکاریو یو له بل سره بحثونه وکړل.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په یادو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې شته ستونزې به حل شي.

نوموړي زیاته کړه: :” موږ پر یوه تعلیمي او تحصیلي میکانیزم کار کوو ترڅو افغان محصلانو ته لا ښې چوپړتیاوې چمتو کړو.”

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.