ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زده‌کوونکي ډوب او مړه شوي

د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زده‌کوونکي ډوب او مړه شوي

author avatar
21 Jul 2023 - 16:33
د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زده‌کوونکي ډوب او مړه شوي
author avatar
21 Jul 2023 - 16:33

فیض‌اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار دوه اوسېدونکي چې د ښوونځي زده‌کوونکي هم وو، په کوکچې سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د فیض‌اباد ښار پنځمې ناحیې درې اوسېدونکي د لامبو پر مهال د کوکچې سیند اوبو کې ډوب شوي دي.

هغه وویل چې یو کس د ځايي خلکو او امنیتي منسوبینو له لوري ژغورل شوی او دوه نور مړه شوي دي.

د هغه په خبره، له یادو دوو کسان د یوه مړی موندل شوی او د بل کس د جسد پیدا کولو هڅې روانې دي.

د یادونې ده، تېره اونۍ په لغمان ولایت کې هم د لامبو پر مهال درې کسان په سیند کې ډوب او مړه شوي وو.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.