مهترلام (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): په لغمان کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۲۷ کیلوګرامه نشهيي توکي او دوه میله وسلې ترلاسه شوي دي.
سرچینه وايي، په ترلاسه شوو نشهيي توکو کې ۱۹ کیلوګرامه هیرویین او اته کیلوګرامه شیشه شامل دي او په تړاو يې پنځه کسان هم نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد مواد له هلمنده راوړل شوي او ننګرهار ته لېږدول کېدل چې د امنیتي ځواکونو له خوا ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «پرون ماښام امنیتي ځواکونو د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر سیمه کې درې کسان له ۱۹ کیلوګرامه پوډرو، یو میل ام۴ ټوپک او یوې تومانچې سره چې له هلمنده يې ننګرهار ته په یوه ټوډي موټر کې وړل، نیولي دي.»
هغه وايي، تېره ورځ مازدیګر په یاده سیمه کې اته کیلوګرامه شیشه هم ترلاسه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «دوو تنو په یوه کرولا موتر کې اته کیلوګرامه شیشه له کندهاره راوړې وه او غوښتل يې جلالاباد ته يې انتقال کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.»
نوموړي وویل، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو پر کرکیله او راکړه ورکړه بندیز لګېدلی او سرغړوونکي يې مجرمین ګڼل کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن