Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوه دېوال د چپه کېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اټلانټا (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دېوال چپه کېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

ددغه امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دغه پېښه د ښار د نهمې حوزې اړوند د حضرت بلال “رض” د جومات سره د یوه دېوال د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۳ تنه مړه شوي او دغه راز ۴ نور ټپیان شوي دي.

امنیه قومانداني وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.