کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالۍ سبا د تاجکستان په کوربهتوب پيلېږي چې د افغانستان لومړۍ لوبه به له قرغیزستان سره وي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال ۲۰۲۳ جام سیالۍ به سبا له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د افغانستان او قرغیزستان په لوبېدو پیل شي.
یاد فدراسیون ویلي، په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.
د یادونې ده، په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله تېره ورځ تاجکستان ته رسېدلې ده.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن