مهترلام (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د لغمان ولایت کرکټ بورډ اداره وایي، د دغه ولایت په کچه د انټرکلب سیالۍ نن پیل شوې.
د یادې ادارې مشر محمدجمیل ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د ۱۸ ثبت شوو کرکټ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
نوموړي زیاته کړه، له یادو سیالیو یې موخه د لغمان منتخب ټیم ته د ښو لوبغاړو انتخابول دي چې دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.
جمیل وايي، یاد ۱۸ لوبډلې په درېیو ګروپونو ویشل شوي چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کې پنځه-پنځه سیالۍ ترسره کړي او له هر ګروپه به دوه مخکښې لوبډلې دویم پړاو ته لار مومي.
په ورته مهال د کرکټ د لوبې مینوال د مسوولینو له دغه اقدامه خوښ دي چې دوی ته یادې سیالۍ برابرې کړې دي.
د مهترلام د ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شمسالرحمن رحماني دغو سیالیو ته د بشپړ چمتووالي خبره کوي او وايي، تمه لري چې د دوی لوبډله به تر پایلوبې ورسیږي.
د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیزخان کڅ کرکټ ټیم مسوول لطفالله یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی لوبډله له پخوا څخه یادې سیالیو ته په تمه وه چې له نیکه مرغه نن یې د پیل لومړۍ ورځ ده.
نوموړی هیله څرګندوي چې د یادو سیالیو ترسره کولو وروسته به یې لوبډله د لغمان منتخب ټيم ته لار پیدا کړي.
د لغمان کرکټ ادارې مشر وایی، انټرکلب سیالۍ د افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ رسمي سیالۍ دي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP