کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر کاګر ماشومان له اسلامي امارته غواړي چې والدینو ته یې د کار زمینه برابره کړي څو نور درنو کارونو ته اړ نه شي او یوازې خپلو زدهکړو ته فکر وکړي.
دغه ماشومان اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره له حکومته غواړي چې دوی ته درسي امکانات او د زدهکړو زمینه برابره کړي.
بېوزلي، وزګاري او د کورنۍ سرپرست له لاسه ورکول د دې لامل شوي څو ماشومان درنو کارونو ته مخه کړي او له زدهکړې بې برخې پاتې شي.
د نړۍوالو او ملي قوانینو پر بنسټ، هغه درانه کارونه چې د ماشومانو فکري او روغتیايي ودې ته زیان رسوي او له زدهکړو د بې برخې کېدو لامل یې ګرځي، منع شوي دي.
د افغانستان د کار په قانون کې له ۱۸ کلونو د کمعمره ماشومانو درانه کارونه منع دي خو لیدل کیږي افغان ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله، ډېر سخت کارونه کوي.
شنونکي هم د ماشومان له لوري درنو کارنو ناوړه پایلو ته په اشارې سره وايي، دا د حکومتونو او نړۍوالو بنسټونو مسوولیت دی څو د علمي پروګرامونو په ترسره کولو سره د ماشومانو د درنو کارونو مخنیوی وکړي.
په افغانستان کې پر درنو کارونو د زرګونو اخته ماشومانو له ډلې، دوه کسان عبادالله و افسرعلي دي چې د خښتو په بټیو کې کار کوي.
۱۳ کلن عبادالله چې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د خښټو بټۍ کې کار کوي وايي، د لس کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده او که دغه کار ونه کړي، ټوله کورنۍ یې وږې پاتې کیږي.
هغه چې د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي وايي، که والدین او د کورنۍ نور لوی غړي یې کار وکړي، دی کار کولو ته لېوال نه دی او غواړي چې درس ووايي او ډاکتر شي.
افسرعلي هم له عبادالله سره د خښتو په بټۍ کې کار کوي، هغه د کار سختوالي او د اوړي ګرمۍ ته په اشارې سره له اسلامي امارته غواړي څو له دوی سره مرسته وکړي، د زدهکړو زمینه ورته برابره او له دغه درانه کاره یې خلاص کړي.
دا یوازې عبادالله او افسرعلي نه دي چې درنو کارونو ته یې مخه کړې ده، په زرګونو نور ماشومان هم افغانستان کې شته چې اړ دي سخت کارونه وکړي.
سیدعلي فرزاد چې د ۱۱ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، د کابل ښار کارته مامورین کې د کښتې اوبه پلوري او د ورځې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ عاید لري.
هغه چې د ښوونځي په اووم ټولګي کې دی وايي، د کار کولو له امله خپلو درسونو ته سمه رسېدنه نه شي کولای.
لس کلن اسحاق چې له ورور سره یې بوتلو راټولوي، هغه هم وايي له دې امله چې پلار یې ناروغ دی، نو په سره ګرمۍ کې بوتلونه راټولوي او د پلورلو سره یې پیسې ترلاسه کوي.
هغه وایي په دې کمو پیسو سره چې د ورځې تر ۱۵۰ افغانیو پورې لاسته راوړي په سختۍ د ۱۲ کسېزې کورنۍ ژوند پر مخ وړي.
دغه کارګر ماشومان وایي د کار له امله خپلو زدهکړو ته په سمه توګه رسېدنه نشي کولای او که کورنۍ یې کار وکړي نور به د سختو کارونو ترسره کولو ته اړ نه وي.
ورته مهال، کارپوهان وايي، سخت او شاقه کارونه کولای شي د ماشومانو لپاره حقوقي، ټولنیز، اخلاقي، اقتصادي او کلتوري پایلې ولري.
د ماشومانو د چارو پوه، عبدالله کاکړ نثاري وایي، درانه کارونه د دې لامل کیږي چې ماشومان د کورنۍ له سیوري او زدهکړو لرې شي، ناسمو کارونو ته مخ کړي، له هغوی جنسي استفاده وشي او پایله کې په راتلونکي کې سالم مور او پلار شتون ونه لري.
هغه زیاته کړه، دولتونه دنده لري چې د ماشومانو د درانه کارونو د کمولو لپاره جامع ستراتیژې رامنځته کړي، پر ښوونځیو کار وشي څو دغو ماشومانو ته امکانات او اسانتیاوې رامنځته شي، همداراز نړۍوال بنسټونه او ځایي ارګانونه تبلیغاتي پروګرامونه جوړ کړي څو د ماشومانو کار کولو منفي پایلو په برخه کې د والدینو پوهاوي کچه لوړه شي.
دغه راز، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتو مسوول سمیعالله ابراهیمي وایي، څو کلنو جګړو پر ماشومانو منفي اغېز کړی ځکه د هغه په وینا، هغوی خپل والدین له لاسه ورکړي او یا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي چې له همدې امله اوس درنو کارونو ترسره کولو ته اړ دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ماشومانو کار پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او له همدې امله، د سوالګرو د ټولولو کمیټې -چې د کار وزارت هم پکې دخیل دی- هڅه کړې هغه ماشومان چې د سړک پر غاړو کار کوي بایومټریک کړي او کوم چې ريښتیا له ستونزو سره مخ دي دارالایتامونو ته یې جذب کړي.
نوموړي دغه راز د هغو ماشومانو د شمېر په اړه چې هیواد کې په درنو کارونو بوخت دي وویل تر اوسه دوی د یادو ماشومانو د شمېر په اړه سروې نه ده کړې.
خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې، په هغه غونډه کې چې د کار نړۍوال سازمان له خوا د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، د دغه سازمان رییس وویل، د دوی ۲۰۲۱ کال سروې پر اساس په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۶۰ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، خو زیاته یې کړه چې اوسمهال د وروستیو بدلونونو له امله د کارګرو ماشومانو شمېر په اړه بشپړه څېړنه نشته خو د دوی ګمان دا دی چې دا شمېر لوړ شوی دی.
هغه له ټولو نړۍوالو سازمانونو او دولتي بنسټونو وغوښتل څو د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله ژمنه پیاوړې کړي څو افغانستان کې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره ښه شرایط رامنځته شي.
د کار نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په توله نړۍ کې ۱۶۰ میلیون ماشومان چې له ۵ تر ۱۷ کلونو عمر لري، شتون لري، د هغوی نیمایي برخه په خطرناکو کارونو بوخت دي چې ورته جسمي او روحي زیانونه رسوي.
عبدالله عزیزی
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP